CRI Online

تېر کال د چين د توکو وارداتي او صادراتي ارزښت له 31 زرو ميليارډو يوانو څخه زيات و

cri     (GMT+08:00) 2020-01-14 14:28:49
تېر کال د چين د توکو وارداتي او صادراتي ارزښت له 31 زرو ميليارډو يوانو څخه زيات و

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنوري په ۱۴مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ۲۰۱۹ کال کې د چين د توکو وارداتي او صادراتي ارزښت 31 زرو 540 ميليارډو يوانو ته رسېدلی، دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال په نسبت 3.4 سلنه زيات شوی. په دې جمله کې صادراتي ارزښت 17 زره 230 ميليارډه يوان و او 5 سلنه زيات شوی، وارداتي ارزښت 14 زرو 310 ميليارډه يوان و او 1.6 سلنه زيات شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د چين د سوداګرۍ مثبت بېلانس 2 زرو 920 ميليارډو يوانو ته رسېدلی او د ۲۰۱۸ کال په پرتله په سلو کې 25.4 برخه زياته شوې ده.

د ۲۰۱۹ کال په دسمبر مياشت کې د چين د توکو وارداتي او صادراتي ارزښت زياتوالی 12.7 سلنې ته رسېدلی، په همدغه مياشت کې د وارداتو او صادراتو ارزښت او پيمانه بې سارې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای