د چين د ميډيا ګروپ د جنوري په څوارلسمه نېټه د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نندارو په مناسبت د 5G+8K/4K/VR تخنيکونو د کارونې د پيل مراسم تر سره کړل.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو څانګې مرستيال او د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ،د علومو او تخنيکونو وزارت،د صنايعو او معلوماتو وزارت،د راډيوګانو او تلويزيونونو عمومي ادارې،د چين د دريو لويو مخابراتي شرکتونو ، د هوا وۍ شرکت او د چين د ميډيا ګروپ اړوندو مسئولينو او د بېلا بېلو خبري رسنيو استازو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
د معلوماتو له مخې د 5G مخابراتي سيګنالونه د چين د ميډيا ګروپ د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر د نندارو د وړاندې کولو په عمده او فرعي ډګرونو کې پيدا کيږي. کتونکي به د 5G、8K、4Kاو VR په شمول د نويو تخنيکونو له کارونې څخه ګټې واخلي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |