د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت وزارت د جنوري په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې خبر ورکړ چې په ۲۰۱۹ کال کې چين کې د کار او استخدام حالات عموماً ثابت و، په همدې کال کې په ښارونو او ولسواليو کې ۱۳ مليونه، ۵ لکه او ۲۰ زره نوي کسان پر دندو ګمارل شوي، د وزګادۍ انډول ۳.۶۲ سلنه وه.
د چين حکومت مخکې په دې اړه کلنۍ موخه ټاکلې چې بايد په ښارونو او ولسواليو کې ۱۱ ميليونه نوي کسان پر دندو وګمارل شي او د وزګارۍ انډول تر ۴.۵ سلنې لاندې کنټرول وشي، نو دغه کلنۍ موخه په پوره توګه بشپړه شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |