CRI Online

د چين بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-14 19:31:06

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې په ۲۰۱۹ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۱ زره او ۵۴۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دا رقم د ۲۰۱۸ کال په نسبت ٪۳.۴ زيات شوی دی. د چين بهرنۍ سوداګرۍ په داسې حال کې پرمختګ کړی چې په نړۍ کې د سوداګرۍ زياتوالی ورو شوی، له دې څخه دا څرګنديږي چې د چين اقتصاد حياتي ځواک لري او پر نړيوال اقتصاد د شته فشار په له منځه وړلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد زياتوالی د ورو کېدو په حال کې دی او ناثابت او ناڅرګند عوامل يې زيات شوي او د چين بهرنۍ سوداګري له سخت او پيچلي بهرني چاپيريال سره مخامخ ده،. خو د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي تمايل به بدل نه شي بلکې جوړښت به يې ښه او خوځنده ځواک به يې اصلاح شي. باور لرو چې د چين بهرنۍ سوداګري به د پرمختګ تمايل وساتي او په نړۍ کې به خپل د سيالۍ ځواک پياوړی کړي او په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې به په دوامداره توګه مهم رول ولوبوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای