سينهوا اژانس د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د عراق د کورنيو چارو وزارت د اړوندو مالوماتو سره سم خبر ورکړ چې په همدې ورځ د بغداد په شمال کې پر يوې پوځې اډې د توغندي بريد وشو چې پکې د عراقي ځواکونو د روزلو دنده لرونکي امريکايي سرتيري ميشت دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، د ۱۴مې نېټې په شپه،. د کاټيوسا نومي دوه توغندي د تاجي (Taji) پوځي اډې په هدف ويشتل شوي. د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه بريد مرګژوبله نه ده اړولې. تر اوسه پورې هيچا د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |