CRI Online

د سوريې پوځ: اسرائيل د دغه هېواد په منځنۍ سيمه کې پر هوايي ډګر بريد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 09:56:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه وويل چې د اسرائيل جنګي الوتکو د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد په منځنۍ سيمه کې يو هوايي ډګر ته ځيني توغندي توغولي چې له امله يې ځينې تجهيزات ويجاړ شوي. خو دغه بريد هېڅ مرګ ژوبله نه لرله.

د مالوماتو له مخې، د اسرائيل جنګي الوتکو د سوريې له جنوبي سيمې څخه ځيني توغندي توغولي او د دغه هېواد په حمص ولايت پر پوځي هوايي ډګر يې بريد وکړ. ځينې توغندي د سوريې د دفاعي سيستم لخوا مخنيوی شوي، خو څلور توغندي لا هم پر هوايي ډګر لګېدلي او له امله يې د هوايي ډګر تجهيزات ويجاړ شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای