د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوګان د جنوري په څوارلسمه نېټه يوه پارلماني غونډه کې د ليبيا د ملي پوځ په نوم له وسله والو ځواکونو څخه د اوربند غوښتنه وکړه. الماني حکومت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د ليبيا مسئلې په هکله نړيواله غونډه به د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په برلين کې تر سره شي.
د المان حکومت د اعلاميې له مخې د روسيې او ترکيې په شمول د يوولسو هېوادونو او د م م په ګډون د ځينو نړيوالو سازمانونو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي او د ليبيا د شخړو د له منځه وړلو لپاره به لارې چارې ولټوي.د ليبيا د ملي يووالي حکومت صدراعظم فائزي سراج او د ملي پوځ په نوم د وسله والو ځواکونو مشر حفتر به په دغه غونډه کې هم ګډون وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |