د چين مېډيا ګروپ د خبر له د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د ميانمار پر لومړي لوی سوداګريز تلويزيون (Sky Net) <<هغه ادبي قولونه چې د شي جين پينګ ډېر خوښيږي>> خپرونه خپره شوه او د خپرولو مراسم يې په همدې ورځ د دغه هېواد په يانګون ښار کې ترسره شول.
دا په داسې حال کې ده چې په نږدې څو ورځو کې به ميانمار ته د چين دولت رئيس شي جين پينګ رسمي سفر وکړي. د چين مېډيا ګروپ او د ميانمار (Sky Net) تلويزيون له ميانماري اديبانو سره په ګډې همکارۍ <<هغه ادبي نقلي قولونه چې د شي جين پينګ ډېر خوښيږي>> خپرونه جوړه کړه څو د ميانمار له خلکو سره د چين او د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ په پېژندلو کې مرسته وکړي. په دغه خپرونه کې د هغو ادبي نقلي قولونو په ښودلو سره چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ويناوو کې ياد شوي وو، د دغه هېواد سوله ييزه پرمختيايي لاره، د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه مفکورې بيان شوې دي.
د يادې خپرونې د خپرولو په مراسمو کې هم <<هغه ادبي نقلي قولونه چې د شي جين پينګ ډېر خوښيږي>> ميانماري ژبه کتاب خپور شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |