CRI Online

اوکراين او کاناډا به په ايران کې د لوېدلې الوتکې د پلټنې لپاره همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 11:00:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د ولسمشرۍ ويبپاڼۍ د ۱۴مې نېټې په شپه خبر ورکړ چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په همدې ورځ د کاناډا له صدراعظم جاسټين ترودياو سره ټليفوني خبرې وکړې او په دې يې موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به په ايران کې د لوېدلې الوتکې د پلټنې لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

ترودياو په ټليفوني خبرو کې له زيلنسکي څخه غوښتنه وکړه چې د کاناډا اتباعو په ګډون د مړه شويو هويتونو د معلومولو لپاره له ايران سره سلا مشورې وکړي. زيلنسکي وويل، اوکراين به د کاناډا له پلټنيزو کارکوونکو سره هر اړخيزه مرسته وکړي او د کاناډايي مړه شويو د جسدونو د ليږدولو په چارو کې خدمت وکړي.

دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې دوی به د دې پېښې مسئولانه خواوو ته د قانوني سزا ورکولو لپاره ګډ تدبيرونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای