CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېسيون د انضباطي نظارت او څارنې کمېټې څلورمه عمومي غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 11:32:18

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېسيون د انضباطي څارنې او نظارت کمېټې څلورمه عمومي غونډه د جنوري په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه ، د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته په وينا کې د دغه له غړو څخه غوښتنه وکړه چې بايد په جدي توګه له قوانينو سره خپلې ډلې اداره کړي، په ټينګار سره دې د دغه ګوند او د دولت نظارتي سيستم بشپړ کړي، د واک د تمثيلولو پر پروسې نظارت دې پياوړی کړي، د دغه ګوند لخوا د ټاکل شوو پاليسيو او کړنلارو پلې کول دې تامين کړي. شي جين پينګ پدې اړه وويل:

((د کمونيست ګوند له اته لسم ملي کانګريس څخه راپدې خوا مو د تل پاتې واکمنۍ لپاره د خپلو مسئلو د حل لار پيدا کړې او د واک د نظارت او د قوانينو د پلي کولو په برخه کې مو اغېزمن سيستم جوړ کړی دی، موږ بايد پر دغې لارې او سيستم ټينګار وکړو او لا يې پسې بشپړ کړو. ))

شي جين پينګ د سږکال د نظارتي چارو يادونه وکړه او ويې ويل:

((سږکال موږ بايد دوه موخې پوره کړو، لومړی، خپله ټولنه د نسبتاً شتمنۍ ټولنې په توګه اباده کړو، دوهم په هېواد کې ډېره بې وزلي له منځه يوسو. د هغو دوو موخو د پوره کولو لپاره دې خپلې نظارتي چارې خاصې پياوړې کړو، څو د هرې کچې ګوندي ډلې او هر حکومتي کارکوونکي خپل مسئوليت په ښه توګه پرغاړه واخلي او خپل واک په عادلانه،قانوني او شفافه توګه تمثيل کړي.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې د کمونيست ګوند د مفکورو او کړنلارو د پلي کولو او د دغه ګوند د واکمنۍ د ټېګښت لپاره هم بايد د فساد ضد هڅو ته دوام ورکول شي. نوموړي وويل:

((موږ بايد په ټينګار سره د فساد د هرې قضيې پلټنه وکړي او مجرمينو ته دې قانوني سزا ورکړو، د مالي چارو، دولتي تصديو، دولتي سرچينو او سرمايو په ګډون بېلابېلو برخو کې دې د فساد پر وړاندې مبارزه پياوړې کړو. بايد په بهرنيو هېوادونو کې دې د خپلې دولتي شتمنۍ د نظارتي ادارې ميکانيزم بشپړ کړو. بايد د مرکزي کمېټې لخوا ټاکل شوي مقررات عملي کړو. د پخوانيو حل شوو مسئلو د بيا رامنځته کېدو او د نويو مسئلو د رامنځته کېدو يا سختېدو مخه دې ونيسو.))

شي جين پينګ همدارنګه زياته کړه چې د ميکانيزمونو د صلاحيت ساتل او د ميکانيزمونو د تطبيق تضمينول د انضباطي نظارت او څارنې څانګې مهمې دندې دي، دغه څانګې بايد د کمونېست ګوند د سياسي ابادۍ په برخه کې مخکښ رول ولوبوي او د تل په شان دې کمونيست ګوند ته وفادار شي. شي جين پينګ پدې اړه وويل:

((د بېلابېلو کچوګوندي کمېټې بايد د انضباطي نظارت او څارنې کمېټې په اړه مشري او نظارت پياوړې کړي. د انضباطي نظارت او څارنې څانګې بايد پر خپلځان نظارت هم وکړي څو په دې برخه کې د نورو څانګو لپاره ښه مثال قايم کړي. برسيرپردې بايد په جدي توګه له مقرراتو سره سم خپل کارونه ترسره کړي او د کاري ډلو او حکومتي مامورينو د وړتياوو د لوړولو لپاره دې زياتې هڅې وکړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای