CRI Online

د چين په شينجيانګ کې د دوو مليونو پنځو لکو او اتياوو زرو کورنيو وګړي په هغو کورونو کې اوسيږي چې زلزلې مقاومت کولی شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 14:29:43

د چين د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمه د اروپا او اسيا د زلزلو په تړانګه کې پرته ده، نو هر کال پکې يو ځل د ريکتر په کچه شپږ درجه زلزله کيږي او پنځه ځله د ريکتر په کچه څه باندې پنځه درجې زلزلې کيږي.نو ځايي حکومت له زلزلو سره د خلکو د کورونو د مقاومت توان د لوړوالي لپاره په کليوالو سيمو کې د استوګنې خوندي او ډاډمنه پررژه پلې کړې او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. د يوې شمېرنې له مخې د ۲۰۱۹کال تر پايه پورې د دې پروژې د عملي کېدو له امله شاوخوا دوه مليونه پنځه لکه او اتيا زره کورنۍ په دغو کورونو کې اوسيږي.

د پلان له مخې په ۲۰۲۰ کال کې به دغه پروژه په ګرده سيمه کې پلې شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای