CRI Online

د بريتانيې کونسلګرۍ منلې چې دوی د هانکانګ له پوليسو څخه د مظاهرچيانو د نيولو غوښتنه کړې وه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 15:42:11

د هانکانګ د ازادو خبرونو په نوم ويبپاڼې د جنورۍ د ۱۴ مې نېټې په شپه د بريتانيې د کونسلګرۍ يوه اعلاميه خپره کړه. دغه کونسلګرۍ په دې اعلاميه کې منلې چې دوی څو ورځې دمخه د هانکانګ پوليسو ته خبر ورکړ چې د دغه کونسلګرۍ څخه بيرون ناقانونه پېښه رامنځته شوې ده، ورپسې پوليسو دغې کونسلګرۍ ته ځانونه ورسول او د يوې ۱۵ کلنې نجلۍ په ګډون څو کسان يې ونيول.

له دې وړاندې د هانکانګ پوليسو وويل چې ياد کسان يې د بريتانوي کونسلګرۍ په غوښتنې نيولي دي، خو ټايمز ورځپاڼې او ځينو نورو بريتانوي رسنيو لاهم د دغه هېواد د سياسيونو د خبرو له مخې هانکانګي پوليس وغندل چې د مظاهره کوونکو د نيولو لپاره په زور بريتانوي کونسلګرۍ ته ننوتلي دي. په حقيقت کې ياد مظاهرچيان د هانکانګ د بيا احيا په پلمه په دغه سيمه کې زور چلوونکي دي. د بريتانيې محافظه کار ګوند د بشري حقونو مسئول Luke de Pulford په يوې ټولنيزې رسنۍ کې پر خپلې پاڼې يوه ليکنه شريکه کړې چې پکې د هانکانګ پوليس ترهګر بلل شوي دي.

د بريتانوي کونسلګرۍ د اعلاميې په خپرېدو سره د دغه هېواد د يادو رسنيو او سياسيونو بد نيت رسوا شوی دی.

د بريتانوي کونسلګرۍ د يادې اعلاميې له خپرېدو وروسته Luke de Pulford، نوموړو بريتانوي رسنيو او دوی پلويانو دغه کونسلګري غندلې چې له دوی سره يې خيانت کړی دی.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای