د چين مډيا ګروپ د خبر له مخې، د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د ۲۰۲۰ کال لومړۍ مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. مطبوعاتي وياند ماشياو ګوانګ په تايوان سيمه کې د نوې دورې مشر ټاکنو او څای يينګ ون دوباره د مشرې په توګه د ټاکلو په اړه اړوندو پوښتونو ته ځواب ورکړل چې په دغه سيمه کې ټاکنې به هغه حقيقتونه نه بدل نه کړلی شي چې تايوان د چين يوه برخه ده. په تايوان کې د ټاکنو پايلې به د تايوان په اړه زمونږ سياسي پاليسې بدله نه کړي. په تايوان سيمه کې سياسي حالات به د تايوان د خلکو غوښتنې او هيلې بدلې نه کړي د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ اړيکې دې د سولې او پرمختګ اړيکې شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |