CRI Online

د پراګ د ښاروال چين ضد کړنې به بريالۍ نه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 17:10:43
د پراګ د ښاروال چين ضد کړنې به بريالۍ نه شي

د چک د پلازمينې پراګ ښاروال زدنيک هريب د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د جرمني د ولټم سنتاګ په نوم ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې پکې يې په بې دليله توګه پر چين نيوکه وکړه چې د باور وړ همکار نه دی. وروسته پراګ د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د تايوان له تای بې ښار سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې. د نوموړي دغه عمل د يو چين د پېژندنې له اصل څخه سرغړونه ده او د چين او چک ترمنځ اړيکې يې خراب کړې. د چين د شانګهای ښاروالۍ د بهرنيو چارو دفتر د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هريب سخته غندنه وکړه او د شانګهای او پراګ ترمنځ د دوستانه اړيکو د لغوه کېدو اعلان يې وکړ.

زدنيک هريب تل د چين ضد دريځ درلودلی. د ۲۰۱۸ کال په پای کې کله چې هغه د پراګ ښاروال په توګه وټاکل شو، سمدلاسه يې په خپل ټويټر کې د يو چين د پېژندنې پر اصولو شک وړاندې کړ. له يو کال راهيسې يې په ځينو اروپايي رسنيو کې د اړوندو مقالو په خپرولو سره د پراګ پارلمان هڅولی او په يواړخيزه توګه يې له بېجينګ سره د دوستانه اړيکو د لغوه کېدو پرېکړه ليک تصويب کړ. برسيره پر دې، هغه د چک او چين حکومتونو له مخالفت سره سره له چين څخه د تبت د جلا کېدو له غوښتنې ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې له اړوندو شخصيتونو سره وکتل.

دا چې ولې زدنيک هريب د چک او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو سره سره د چين ضد دريځ غوره کړی، ځواب يې دا دی چې هغه غواړي د چک او چين ترمنځ سياسي اړيکې خرابې کړي او په دې بهير کې خپل سياسي شخصي ګټې تر لاسه کړي. هغه د يو چين د پېژندنې اصولو او د نړيوالې ټولنې ګډو نظريو ته سپکاوی کړی، د چين حاکميت يې ننګولی او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې، د ده دا ډول سیاسي نمايش د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د خرابېدو په موخه د ځينو لوېديځو کسانو له نيت سره سمون خوري. نو د بي بي سي، د بريتانيا ګارډين ورځپاڼي او د جرمني اواز په شمول يو شمېر رسنيو د هريب په اړه ډېرې خپرونې خپرې کړې او غوښتنې يې دي چې هغه د بشري حقونو د مدافع په توګه معرفي کړي.

خو د هريب له سياسي نمايش څخه د چک حکومت خوښ نه دی او د چين په اړه يې د ده د ناسمو اقداماتو سخته غندنه کړې. د بي بي سي د چيني ژبې ويبپاڼه کې خبر ورکړی چې د چک د ولسمشر مېلوس زېمان وياند په څرګنده توګه پر هريب نيوکه وکړه چې په عمدي توګه يې د چک او چين ترمنځ اړيکې خرابې کړې او د چک ګټو ته يې زيانونه رسولي. دغه وياند وويل، ديپلوماتيک حقونه د دغه هېواد د مرکزي حکومت په لاس کې دي او د پراګ د ښاروال ويناوې او اقدامات د مرکزي حکومت دريځ نه دی. د چک يوه انټرنيټ استعمالونکي وويل، د هريب ويناوې او کړه وړه به د چک ګټو ته زيانونه ورسوي. هغه د ښاروال په توګه بايد لومړی خپل ښار ښه اداره کړي او د چين په شمول د ځينو هېوادونو لا زيات سيلانيان دې جلب کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې له چک څخه رسمي ليدنه وکړه. له هغه وخت راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او کلتوري تبادلې د پياوړتيا په حال کې دي. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د چين او چک ترمنځ د سوداګريزې تبادلې ارزښت له شپاړس اعشاريه درې ميليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی و، په چک کې د چين پانګونې دوه اعشاريه څلور ميليارډو ډالرو ته رسېدلی او څه باندې پنځوس تصدۍ په دغو پانګونو کې برخه لري چې د کار او استخدام څه دپاسه شپږ زره فرصتونه يې برابر کړي دي. په تېرو څو کلونو کې چک ته د تلونکو چيني سيلانيانو شمېر هر کال دېرش سلنه زياتېږي. له دې څخه ښکاري چې د چين او چک ترمنځ ثابتو اړيکو چک ته ريښتنې ګټې رسولي دي.

د هريب سياسي نمايش به د چين او چک ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تمایل مخنيوی و نه کړي، خو يوازې د خپل هېواد ګټو ته به زيانونه ورسوي، د ده لخوا د چين ضد اقدامات به ختماً ناکام شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای