CRI Online

چين: دا د افسوس وړ ده چې بريټانيا، فرانسې او المان د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه د کشالو او شخړو د حلولو ميکانيزم کارولی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-15 18:54:04

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه وويل، چين له دې امله تاسف څرګندوي چې بريټانيا، فرانسې او المان د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه د کشالو او شخړو د حلولو ميکانيزم کارولی دی. چين په دې اند دی چې دغه عمل به د يادې مسئلې د حلولو لپاره ګټور نه وي.

وياند ګنګ شوانګ وويل، دغه تړون د امنيت شورا لخوا منل شوې يوه څواړخيزه ډيپلوماتيکه لاسته راوړنه ده، د ذروي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيستم او د منځني ختيځ سيمې د سولې مهم بنسټ دی او د نړيوال قانون پر اساس د نړيوال نظام يوه مهمه برخه ده. چين د اوسنيو حالاتو په وړاندې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې خپله سړه سينه وساتي، د ياد تړون د ګډې کميټې په چوکاټ کې دې د ډيالوګ له لارې توپيرونه ليرې کړي، د حق او مسؤليت ترمنځ د برابرۍ د ساتلو لپاره دې تدبيرونه ونيسي او د دغه تړون د پلې کولو او ساتلو لپاره دې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې چين به په مداومه توګه له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي او د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا، د دغه مسئلې د سياسي حل او د ياد تړون د ساتلو لپاره به کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای