CRI Online

د ګډو ګټو پر اساس لاسليک شوي تړون نړۍ ته د ثبات بنسټ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-16 02:19:18

د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ په اړه چيني لارښوونکي ليو هه د جنورۍ په ۱۵مه نېټه په واشينګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د لومړي پړاو تړون لاسليک کړ. د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ عالي رتبه سلامشورې چې په تېرو ۲۳ مياشتو کې ۱۳ پړاوونه تر سره شوي، د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اصطکاک د وروستي حل په لوري يې مهم ګام پورته کړی دی. دغه تړون د چين، امريکا او نړۍ له ګډو ګټو سره سمون لري او د نړيوالې سولې او سمسورتيا په پياوړتيا کې به ګټور رول ولوبوي.

په ياد تړون کې د پوهنې ملکيت حق، د تکنالوژيو د تبادلې، د خوراکي موادو او کرهڼيزو توليداتو، پولي خدمتونو، د اسعارو د تبادلوي ارزښت او شفافيت، د سوداګرۍ د پراخوالي، د دوه اړخيزو ارزونو، د شخړو د حل و فصل په ګډون ۹ فصلونه شامل دي. د چين ۳ مرکزي پاملرنې او ۲ اصول په دغه تړون کې څرګند شوی او د امريکا مرکزي غوښتنو ته مستقيم ځواکونه هم په دې تړون کې شتون لري.

د لومړي پړاو تړون له لاسليکېدو څخه ښکاريږي چې چين او امريکا د برابرو سلامشورو له لارې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز توپيرونه حلولی شي، دغه راز د چين او امريکا له خوا د مسئلې د اخري حل په اړه د کسانو باور لوړ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای