د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان يوه چارواکي د جنوري په ۱۵مه نېټه وويل، د ياد هېواد تر کنټرول لاندې کشمير کې د واورو د ښوئيدو له امله لږ تر لږه ۷۶ تنه مړه او ۵۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د يادې سيمې له طبيعي پېښو سره د مقابلې ادارې يوه چارواکي قريشي زموږ خبريال ته وويل، د روانې مياشتې په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه په دغه سيمه کې د واورو ښوئېدو پېښه رامنځته شوه او له امله يې لږ تر لږه ۷۶ تنه مړه او ۵۳ تنه ټپيان شول. اوس ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د پاکستان پوځ، ژغوروونکې ډلې او ځايي اوسېدونکي د خلکو ژغورنې په کارونو بوخت دي او ځينو مصيبت ځپلو وګړيو د خوړو په شمول مرستندويه مواد تر لاسه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |