CRI Online

د عراق او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره سلا مشورې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-16 09:59:39

سينهوا اژانس د جنورۍ په ۱۵مه نېټه له بغداد څخه خبر ورکړ، د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد عبدالحکيم په همدې ورځ د قطر د لومړي وزير له مرستيال او خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن التاني سره د کړکېچنو سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره سلا مشوره وکړه.

حکيم له دې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، دواړو خواوو د نويو رامنځته شويو حالاتو، په تيره بيا د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي او په جګړه کې د عراق د ډوبېدو د مخنيوي په باب خبرې اترې کړې دي. محمد بن عبدالرحمن التاني د ايران او امريکا تر منځ د کړکېچنو اړيکو د ښه والي لپاره د قطر لخوا کوښښونه بيان کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د عراق د حاکميت درناوی وکړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد وويل، هېواد يې په دې اند دی چې اړوندې خواوې دې د اوسنيو حالاتو پر وړاندې سړه سينه وساتي. اوس د حالاتو د ښه والي شونتيا رامنځته شوېده، موږ هيله لرو چې د ښه والي جريان دوام ولري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای