CRI Online

بېلا بېل هېوادونه بايد له ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-16 10:05:09
بېلا بېل هېوادونه بايد له ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال اقتصادي فورم د جنوري په ۱۵مه نېټه په لندن کې د ۲۰۲۰ کال لپاره په ګرده نړۍ کې د ننګونو راپور خپور کړ او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد ژر تر ژره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي چې د اقتصادي او سياسي ننګونو د ممکن سختوالی مخنيوی وکړي او د اقليمي بدلون له امله د رامنځته شويو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي.

په دې راپور کې راغلي، په ۲۰۲۰ کال کې به اختلافات لا نور سخت شي او د اقتصاد زياتوالی به ورو شي. د عمومي اقتصاد کمزورتيا او د شتمنو او بېوزلو سيمو ترمنځ د توپير له امله نړيوال اقتصاد د کمزوري کېدو له ډېرو فشارونو سره مخ دی. په دې موده کې د اقتصادي پرمختګ د هڅونکو تګلارو اغېزې نه دي تاييد شوې.

په دې راپور کې راغلي، په راتلونکو لسو کلونو کې به په ګرده نړۍ کې ټول پنځه لوی خطرونه له چاپېريال سره تړاو لري. (هيله) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای