CRI Online

د امريکا د اقتصادپوهانو په اندد چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو د اقتصادي او سوداګريز تړون لاسليکول د نړيوال اقتصاد لپاره ګټور دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-01-16 14:46:59

د چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو د اقتصادي او سوداګريز تړون د لاسليکولو مراسم د جنوري په پنځلسمه نېټه د امريکا په سپينې ماڼۍ کې تر سره شول.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د چين د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ په هر اړخيز اقتصادي ډيالوګ کې د چيني لوري مشر ليو هه په سپينې ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ياد تړون لاسليک کړ.د امريکا سوداګريزو ټولنو د دې تړون د لاسليکولو هر کلی کړی او په دې اند دي چې دا د متقابلو ګټو او ګډو برياليتوبونو پر بنسټ يو تړون دی، د امريکا ځيني اقتصاد پوهان او اداري مشران دا نظر لري چې ياد تړون به د سيمه ييز اقتصاد، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او حتی د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

د امريکا يوه اقتصاد پوه داويډ پاول ګولدمن په دې اند دی چې د چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو اقتصادي او سوداګريز تړون د لاسليکولو له امله به اوسني سوداګريز اصطکاک کم شي چې نه يوازې چين او امريکا بلکې د نړيوال اقتصادي پرمختګ ته به هم ګټې ولري . هغه وويل: زما په اند د اقتصادي پرمختګ د بې ثباتۍ عوامل به کم شي او پانګونه به ښه شي. نو د امريکا صنعتي توليدي چارې ښايې بيا سمسورې شي چې دا به د المان،جاپان او کوريا جمهوريت په شان مالونو صادرونکو هېوادونو لپاره ګټوره وي.

د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ د دولتي کميټې مشر کريګ الن دا نظر لري چې د ياد تړون لاسليکول نه يوازې د امريکا او چين د خلکو لپاره بلکې د ګردې نړۍ د پرمختګ لپاره هم ګټور دي. هغه وويل: مونږ خوښ يو چې د امريکا او چين ترمنځ د لومړي پړاو سوداګريز او اقتصادي تړون لاسليک شوی دی. دا هم د خوشحالۍ وړ ده چې دغه تړون نه يوازې د چين لپاره بلکې د امريکا لپاره ګټور دی او دواړه هېوادونه به ترې ګټې واخلي.

د امريکا د جي پي مورګان شرکت (JP.MORGAN) لوی اقتصادپوه بروس کاسمن وويل چې د دې تړون د لاسليکېدو له امله نړيوال خوشبيني دي چې له امله به په ۲۰۲۰ کال کې نړيوال اقتصاد لا ښه پرمختګ وکړي. هغه زياته کړه: زما په اند دغه تړون به د سوداګريزې خوشبينۍ د رامنځته کېدو او په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ د وړاندوينې په برخه کې مثبت رول ولوبوي.ځکه چې ور سره به ځينې مهمې ننګونې کمې شي.

د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ د دولتي کميټې مشر کريګ الن وويل چې د دغه تړون لاسليکول به د دواړو هېوادونو د پوهنې د ملکيت حق ، پولي چارو او کرنې په شمول پر ډېرو برخو اغيزې وکړي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره به ګټور دي. هغه وويل: د دغه تړون په برکت يو ډګر برابر شوی دی او پر دې بنسټ امريکا او چين په اقتصاد ، سوداګرۍ او نورو برخو کې يو له بل سره لا کلکې او دواملرونکې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کولی شي.

د نيويارک د بروکلين ناحيې مشر اريک عدامس په دې اند دی چې د چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو اقتصادي او سوداګريز تړون د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د اعاده کېدو لومړی ګام دی. هغه وويل: که د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک ختم شي، چين او امريکا به ترې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.که دغه سوداګريز اصطکاک دوام ولري، نو هېڅ لوری به ترې ګټه وانه خلي.مونږ باور لرو چې دغه سوداګريز اصطکاک به پای ته ورسيږي او يوځل بيا به يو د بل ښه سوداګريز همکاران وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای