CRI Online

د نړيوال کېدو لپاره د چين پلان د هرکلي وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-16 21:26:35

د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه به په راتلونکې اوونۍ کې د سويس په داوس کې تر سره شي چې اصلي موضوع يې (( د نړيوالو ځواکونو راغونډول او د دواملرونکی پرمختګ رامنځته کول )) ده. د نړيوال کېدو پر ضد د اوازونو د پورته کولو پر وړاندې، درې کاله مخکې په نوموړي فورم کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا وکړه او په اړه يې نړيواله ټولنه ژره خاطره لري.

د نړيوالې اقتصادي ادارې سيستم اصلاحاتو ته بېړنۍ اړتيا لري. په تېرو لسګونو کلونو کې په نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې کې د نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو رول لوړ شوی دی، نو د څواړخيزې سوداګرۍ زيات مقررات بايد د اصلاحاتو له لارې د وضعيت له بدلونونو سره سمون ولري. چيني مشر هغه وخت په خپله وينا کې وويل چې پر څواړخيزم دې ټينګار وشي او د څو اړخيز ميکانيزم صلاحيت او اعتبار دې وساتل شي. بېلا بېلې خواوې بايد د موثريت د لوړولو او د صلاحيت د ساتلو په لحاظ د څواړخيز ميکانيزم په اصلاحاتو فکر وکړي. بر سيره پر دې په دغو اصلاحاتو کې دې د پرمختللو او پراخو پرمختيايي هېوادونو ګډې برابرۍ ته پاملرنه ورکړل شي. د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اساس د نړيوالې ادارې افکار چې د چين له خوا وړاندې شوي، د نړيوالې ادارې مسئلې د حل و فصل مناسب پلان ګرځېدلی دی. چين به د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي او د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک او د نورو څواړخيزو انکشافي بانکونو ترمنځ همکارۍ به وهڅوي او د نړيوالې ټولنې لپاره به نور زيات ښه عام توليدات برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای