CRI Online

مخالفو اورپکو د سوريې په شمال کې پر حلب ښار بريد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-17 09:52:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، حکومت ضد اورپکو د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د سوريې په شمال پر حلب ښار بريد وکړ چې له امله يې ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپيان شوي دي.

د سوريې خبري اژانس په همدې ورځ د حلب ښار د پوليسو عمومي ادارې په قول خبر ورکړ چې د حلب ښار په لويديځ او شمال لويديځ کې پټ شوي حکومت ضد اورپکو په ۱۶مه نټه د دغه ښار د ولسي وګړيو پر يو استوګنځاي څو راکټونه وويشل. ټپيان اوس د درملنې لپاره ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د يو بل خبر له مخې، له وروستيو څو ورځو راهيسې حکومت ضد اورپکو څو څو ځله د حلب ښار پر مرکزي سيمې او شاوخواو کليو راکټونه وتوغول چې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای