CRI Online

ولې چين د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره متحرکه قوه بلل کېږي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-01-17 20:02:46

د چين د شمېرنې عمومي ادارې د ۲۰۱۹ کال د دې هېواد د اقتصاد په اړه خبر خپور کړ. په دغه خبر کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د چين جي ډي پي ۹۹۰۸۶ ملياردو او ۵۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلې ده، چې دا د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۶.۱ فيصده زياتوالی ښيي. د دې هېواد اقتصاد په چټکه توګه پرمختګ کوي او په تېر کال کې خپل هدف (۶.۵ فيصده) ته رسېدلی دی. دغه هدف د ۲۰۱۹ کال په سر کې ټاکل شوی و.

په ۲۰۱۹ کال کې د چين اقتصادي عمومي حجم تقريباً ۱ لک ملياردو يوانو ته ورسېد او په نړۍ کې يې دوهم ځای خپل کړو. د چين اقتصادي زياتوالي د نړيوال اقتصادي زياتوالي کې ۳۰ فيصده ځای نيولی دی. د هر تن په سر جي ډي پي يې لس زرو ډالرو ته رسېدلې ده.

په نړۍ کې ۶.۱ فيصده زياتوالی ډېر غوره دی، دا برياليتوب د چين د بازار د ښېګڼو پر بنسټ شوی دی. په عين وخت کې چين د خپلې پاليسۍ له لارې دوامدارې ګټې صادروي او نړيوال پانګوال د چين پر اقتصاد پوره باور لري.

په ۲۰۲۰ کال کې به چين د ښه کيفيت پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او شتمنه ټولنه به جوړه کړي، ۱۳م پنځه کلن پلان به تطبيق کړي او په دوامدار ډول به د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره متحرکه قوه وګرځي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای