د چين او ميانمار ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کاليزې په وياړ يو لړ فعاليتونه او د دواړو هېوادونو د کلتور او سيلانۍ کال د پيل مراسم د جنورۍ د ۱۷ مې نېټې په شپه د ميانمار په پلازمېنه نای پي تاو کې ترسره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ميانمار ولسمشر ون مينټ او د دغه هېواد ملي سلاکارې اونګ سان سو کي په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته د بېلابېلو ټولنيزو نظامونو لرونکو هېوادونو کې ميانمار اول د نوی چين په رسميت وپېژند. ۲۰۲۰ کال د چين او ميانمار ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ مې کاليزې سره برابر دی، دواړه خواوې به د دغې کاليزې د نمانځنې لپاره يولړ فعاليتونه ترسره کړي او د ښوونې، مذهب، رسنيو او فلمونو په ګډون بېلابېلو برخو کې به خپلمنځي اړيکې او همکارۍ لاپراخې کړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |