د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ميانمار په پلازمېنه نای پي تاو کې د دې هېواد له ملي سلاکارې اونګ سان سو کي سره وکتل. اونګ سان سو کي وويل چې د ميانمار او چين ترمنځ دوستي له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، خو اخر يې هم خپل مهم اهميت څرګند کړی دی. چين تل د ميانمار ښه ملګری پاتی شوی او موږ د ګډ برخليک نژدې پيوستون لرو. ميانمار غواړي او د دې لپاره هڅې کوي چې له چين سره يو ځای د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
شي جين پينګ وويل، چين له ميانمار څخه کلک ملاتړ کوي چې د پرمختګ په برخه کې خپله لاره انتخاب کړي، غواړي د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ دوستي ټينګه او ژوره کړي او په ګډه د چين او ميانمار د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |