CRI Online

شي جين پينګ د ميانمار له ملي سلاکارې اونګ سان سو کي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-01-17 23:50:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د ميانمار په پلازمينه نای پي تاو کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر وين مينټ په کوربتوب د ده د هر کلي په مراسمو کې ګډون وکړ او د دغه هېواد ملي سلاکارې اونګ سان سو کي په ځانګړي توګه د رئيس شي جين پينګ د هر کلي لپاره دغې ماڼۍ ته لاړه وه.

اونګ سان سو کي له ميانمار څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې تود هر کلی وکړ او ويې ويل چې ميانمار له اوږدې مودې راپدېخوا د نوموړي د دغې ليدنې په تمه و. دغه ليدنه د چين د کرهنيزې جنترۍ د پسرلني جشن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې په وخت کې تر سره کېږي، نو ډېرې ځانګړې ماناوې لري. ميانمار د چين له اوږد مهاله مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي. د ميانمار او چين ترمنځ د (پاوکفاو ) دوستي له تاريخي ازموينې څخه وتلې، نو موږ د دغې دوستۍ په ژورې مانا ښه پوهېږو. چين زموږ همېشنی ښه دوست دی او د دواړو هېوادونو برخليکونه نژدې پيوستون شوي دي. ميانمار غواړي له چين سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. باور لرم چې دغه ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې کړي.

شي جين پينګ د ميانمار له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې د ده د ليدنې تود هر کلی يې وکړ. نوموړي وويل، چې دا ځل زه د چين د دولت رئيس په توګه د لومړي ځل لپاره له ميانمار څخه ليدنه کوم او دا په سږ کال کې بهرنيو هېوادونو ته زما لومړی سفر هم دی. دواړه خواوې به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي چې دا ډېر اهميت لري. چين له ميانمار څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د خپلو حالاتو له مخې پرمختيايي لاره غوره کړي. چين غواړي د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د (پاوکفاو) دوستۍ د ژورتيا لپاره هڅې وکړي او لا غني ماناوې به ور کړي، څو د چين او ميانمار ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای