CRI Online

شي جين پينګ د ميانمار له ولسمشر وين مينټ سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 00:55:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د ميانمار په پلازمينه نای پي تاو کې د دغه هېواد له ولسمشر وين مينټ سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې نن ورځ د (شياو نيان) ورځ ده. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د ميانمار حکومت او خلکو ته د پسرلني جشن په مناسبت مبارکي وايم. نوموړي وويل، زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې په درشل کې د نوي کال په سر کې لومړی له ميانمار څخه ليدنه کوم. له دې څخه څرګندېږي چې چين د دواړو هېوادونو (پاوکفاو) دوستۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. هيله لرم چې د دې ليدنې له لارې درې معلومات وړاندې کړم لومړی، د چين حکومت او خلک د ميانمار له حکومت او خلکو څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د خپلو حالاتو له مخې د پرمختګ لار غوره کړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دوهم، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ژور بنسټ لري او د ګډ برخليک ټولنې ابادول به د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي. درېيم، چين غواړي له ميانمار سره د دوه اړخيزو مؤثرو همکاريو د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې او د ميانمار د پرمختيايي ستراتيژۍ د پيوستون د نژدې والي لپاره ګډ کوښښونه وکړي، څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

ولسمشر وين مينټ د ميانمار د حکومت او خلکو په استازيتوب دغه هېواد ته د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې تود هر کلی وکړ او باور يې څرګند کړ چې د نوموړي دغه سفر تاريخي اهميت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه به پرانيزي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای