د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د ميانمار په پلازمينه نای پي تاو کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر وين مينټ په کوربتوب د ده د هر کلي په ملمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې پر بنسټ په راتلونکې کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د نوې زمانې د پرانيستلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |