د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه له ميانمار څخه په رسمي ليدنه پيل وکړ. رئيس شي جين پينګ او د ميانمار ولسمشر وين مينټ هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې د يو لړ فعاليتونو د پيل په مراسمو کې يوه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې ياده ګډه نظريه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو نښه ده. دواړه هېوادونه بايد د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو او د دواړو هېوادونو د خلکو د اساسي ګټو لپاره خپلمنځي سياسي باور ټينګ او مؤثرې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک يو د بل تلپاتې ګاونډيان، دوستان او ملګري شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |