CRI Online

شي جين پينګ: چين او ميانمار بايد د دواړو هېوادونو د دوستۍ ټولنيز بنسټ نور هم ټينګ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 01:38:30

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په شپه د ميانمار په پلازمېنه نای پي تاو کې د دې هېواد له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په وياړ يو لړ فعاليتونو کې او د دواړو هېوادونو د کلتور او سيلانۍ کال د پيل مراسمو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، له تېرو زرګونو کلونو راهيسې د چين او ميانمار د خلکو ترمنځ دوستانه تګ راتګ روان دی. دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په وياړ د يو لړ فعاليتونو او د کلتور او سيلانۍ کال د فعاليت د تر سره کولو له لارې کلتوري تګ راتګ لا زيات کړي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ لپاره دې ټولنيز بنسټ نور هم ټينګ کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای