CRI Online

شي جين پينګ د ميانمار د ولسمشر وين مينټ په کوربتوب د ده د هر کلي په ملمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 01:39:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د ميانمار په پلازمينه نای پي تاو کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر وين مينټ په کوربتوب د ده د هر کلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د ولسمشر وين مينټ، ملي سلاکارې اونګ سان سو کي او د دغه هېواد د لومړي او دوهم مرستيال ولسمشرانو په ملګرتيا د مېلمستيا تالار ته ننووت.

ولسمشر وين مينټ په خپله وينا کې وويل، چې د ميانمار خلک ډېر وياړيچې رئيس شي جين پينګ د نوي کال په سر کې لومړی ميانمار ته سفر وکړ. ميانمار د سولې او پرمختګ په برخو کې د چين له ملاتړ او مرستو څخه مننه کوي. دواړه هېوادونه تل په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو په ټينګار د متقابل درناوي او تفاهم پر اساس د لا ښو اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې کوي. هغه باور وښود چې د نوموړي دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ يوه مهمه نښه وګرځي. هيله ده چې د رئيس شي دغه سفر به بريالی شي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې لومړی د ميانمار له حکومت او خلکو څخه مننه څرګنده کړه چې د ده دغه سفر لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی و. هغه وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د (پاوکفاو) دوستي په تېرو زرګونو کلونو کې ازموينو څخه وتلې او لامل يې دا دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو د زړونو پيوستون شوی دی. دواړه هېوادونه دې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې پر نبسټ په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو او د دوه اړخيزو اړيکو د نوې پاڼې د پرانيستلو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای