CRI Online

شي جين پينګ او نګوين پهو ترونګ يو بل ته د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکي پيغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 16:50:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د دغه هېواد د دولت رئيس نګوين پهو ترنګ يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې څرګنده کړه چې چين او ويتنام د سوسياليزم ګاونډيان دي چې ګډ سرحدات لري او د وريو او غاښو نو په شان سره نژدی دي، او دواړه هېوادونه د ګډ برخليک په ستراتيژيک ارزښت لرونکې ټولنه کې دي. په داسې حال کې چې اوس نړۍ له بې ساري بدلون سره مخامخ ده، د چين او ويتنام ترمنځ اړيکې هم په کليدي موده کې دي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ښاغلي نګوين پهو ترونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ او ګډو ارمانونو او تاريخي دندو په يادولو سره د چين او ويتنام ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې لا ټينګې کړو.

نګوين پهو ترونګ د مبارکۍ په پيغام کې وويل، چې د دواړو خواوو د اړيکو ټينګوالی د دواړو خواوو تاريخي دنده ده او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو هيلو سره سمون لري. ويتنام تل په خپلو ديپلوماتيکو تګلارو کې له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي او باور لري چې خپلمنځي اړيکې به يې نوې سويې ته لوړې شي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ او د ويتنام صدراعظم نګوين شوان پهو هم يو بل ته په همدې مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای