د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په ۱۷مه نېټه په ميانمار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کاليزې د يادغونډې او د دواړو هېوادونو د کلتوري او سيلانيز کال په نوم د فعاليت د پيل په مراسمو کې وويل چې په نوې زمانه کې د چين او ميانمار ترمنځ اړيکې دې په نوښتي توګه لا ټينګې شي. دا د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا ټينګښت لپاره لوری ښودلی او د ستر ارزښت لرونکي دي.
د چين او ميانمار د خلکو ترمنځ دوستي زر کلن تاريخ لري. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او ميانمار ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شوې، بايد د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي تر څو د هراړخيزو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو او د ګډ پرمختګ لپاره يې لا نور کلک سياسي بنسټ جوړ او برابر شي.
اوس د چين او ميانمار ترمنځ اړيکې نوې تاريخي مرحلې ته رسېدلې، دواړه خواوې به نه يوازې د خپل هېواد پرمختګ د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي، بلکې به د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې جوړونه او د نړيوالې سولې او سمسمورتيا د هڅولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |