CRI Online

روسيه او چين د مهمو نړيوالو موضوعاتو په اړه ګډ دريځ لري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 16:55:18
روسيه او چين د مهمو نړيوالو موضوعاتو په اړه ګډ دريځ لري

د روسيې د بهرنيو چارو سرپرست وزير سيرګي لاوروف د جنوري په ۱۷مه نېټه په مسکو کې په يوه خبري ناسته کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د دغه هېواد د ديپلوماتيکو فعاليتونو برياليتوبونه راغونډ کړل. د څه باندې ۵۰ هېوادونو څه دپاسه ۳۰۰ خبريالانو په دغه ناسته کې برخه درلوده.

لاوروف په دغه خبري ناسته کې وويل، په ۲۰۱۹ کال کې د روسيې او چين ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې لا نورې ټينګې شوې. هغه وويل، د تېر کال په جون مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له روسيې څخه د رسمي ليدنې په وخت کې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شوې. د روسيې او چين ترمنځ سياسي همکارۍ د اوسني نړيوال چاپېريال د ثبات لپاره مهم رول لوبولی دی.

لاوروف د چين د ميډيا ګروپ د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، روسيه او چين د مهمو نړيوالو موضوعاتو په اړه ګډ دريځ لري. نوموړي د اروپايي ټولنې، جاپان، هند او اوکراين په شمول له ځينو هېوادونو او سيمو سره د روسيې د اړيکو په هکله لنډه جمعه بندي وکړه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای