د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په اتلسمه نېټه په ناپيتاو کې وويل چې د چين او ميانمار ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يوه مهمه برخه ده. دواړه خواوې د چين او ميانمار ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي پيل کړې او بايد ترې د دواړو هېوادونو د خلکو په تېره بيا د ميانماريانو د ګټو اخيستلو لپاره هڅې وکړو.
په همدې ورځ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ميانمار له دولتي سلاکارې اونګ سان سوچي سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو پر دې موافقه کړې چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، لويو پروژو ته به پاملرنه وکړي او د کياوکپيو د اقتصادي سيمې، د چين او ميانمار ترمنځ په سرحداتو کې د اقتصادي همکاريزې سيمې او په رنګون کې د نوي ښاري سيمې د ابادۍ په شمول د ځينو پروژو د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |