CRI Online

شي جين پينګ: چين خپل هېواد ته د ميانمار د صادراتو د پراخوالي هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 17:37:24

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په اتلسمه نېټه په ناپيتاو کې د ميانمار له دولتي سلاکارې اونګ سان سوچي سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو په ګډه د څو دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د تبادلې په مراسمو کې ګډون وکړ چې له سياسي، اقتصادي، پانګونې، کلتوري او ځايي همکاريو سره تړاو لري.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين او ميانمار ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته رسيدلې دي. دواړه خواوې بايد په راتلونکي پړاو کې د خپلمنځي تبادلې او همکاريو په هکله پلانونه جوړ کړي. هغه وړانديز وکړ چې چين او ميانمار بايد سوداګريزې پانګونې زياتې کړي. چين خپل هېواد ته د ميانمار د صادراتو د پراخوالي هرکلی کوي او په ميانمار کې د چيني تصديو له پانګونو څخه ملاتړ کوي او په پولي چارو کې به له ميانمار سره همکارۍ پياوړی کړي. دواړه خواوې بايد د يون نان په شمول د چين د ځينو ولايتونو او ميانمار ترمنځ د تبادلو او همکاريو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای