CRI Online

د چين ميډيا ګروپ د ځوانانو لپاره د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر په مناسبت په زړه پورې انترنيټي هنري ننداره وړاندې کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 18:02:37

د جنورۍ د ۱۷مې نېټې د شپې په ۷ بجو او ۳۰ دقيقو د چين د ميډيا ګروپ په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر په مناسبت انترنيټي هنري ننداره د CCTV-3 ټلويزيوني چينل، د مرکزي ټلويزيون د ويډيو په نوم APP او د مرکزي ټلويزيون ويبپاڼې په شمول د څو ډګرونو له لارې خپره شوه. دغه انترنيټي هنري ننداره د ځوانانو د فېستيوال تر عنوان لاندې په ځانګړي ډول ځوانو نندارچيانو ته وړاندې شوه.

ځينو چيني ځوانانو په دغه ننداره کې له کتونکو سره خپلې کيسې شريکې کړې چې د بې دو سپوږمکۍ د لارښوونکي سيستم پروژې عمومي انجينر يانګ چانګ فونګ او د ده د ډلې غړي چې ځوانان دي او منځني عمرونه يې د ۳۱ کالونو ترمنخ دی، د 5G پروژې يو ۲۵ کلن غړی، د نړيوالو مهارتونو سيالۍ ګټونکی چې ۲۱ کلن دی، پکې شامل دي. له دغو ځوانانو څخه په نوې زمانه کې د چيني ځوانانو د ژوند رويې او روحيې څرګندې شوې.

ځوانان هم د زياتو ډولونو نويو خبري رسنيو له لارې په دغه انترنيټي هنري ننداره کې ګډون کولی شي. په دې ننداره کې د نوي کال د هيلو په اړه ۵۰ مهم لغتونه خپاره شول چې د دغو هيلو ټول معلومات د انټرنيټ له لارې راغونډ شوي وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای