د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوري په اتلسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ناې پي تاو کې د ميانمار له ملي سلاکارې اونګ سان سو چي سره رسمي خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ وويل چې د چين او ميانمار ترمنځ د وروڼو په شان دوستي ټينګه ده. اوس چين او ميانمار د دولتي پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوي او دوه اړخيزې اړيکې له نويو پرمختيايي فرصتونو سره مخ دي.پرېکړه مو کړې چې په ګډه سره د چين او ميانمر ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه اباده کړو او د دوه اړخيزو اړيکو نوی پړاو پيل کړو.مونږ بايدپه بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکي پړاو تبادلې او همکارۍ ترتيب کړو او د دوه اړخيزو اړيکو سياسي لارښوونه پياوړې کړو تر څو د چين او ميانمار ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته ورسيږي.
د ميانمار ملي سلاکارې اونګ سان سوچي دغه هېواد ته د رئيس شي جين پينګ د راتګ هر کلی وکړ او ويې ويل چې ميانمار له چين سره دوستۍ ته ډېر ارزښت ورکوي او هيله لري چې له چين سره ښې دوستۍ ته دوام ور کړي. د رئيس شي جين پينګ دغه سفر د اهميت وړ دی او ډېرې لاسته راوړنې لري چې له امله به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا ټينګه شي او همکارۍ لا پياوړې شي.ميانمار غواړي چې له چين سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټې واخلي.
په همدې ورځ چين او ميانمار د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |