د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې مراسمو د ژوندۍ خپرونې ريکارډ په هکله د ملي نمانځنې مراسمو په نوم کتاب چې د چين د ميډيا ګروپ لخوا ايډېت شوی، په دې وروستيو ورځو کې د چين د نړيوالې راډيو د مطبعې لخوا په رسمي توګه چاپ شوی او په هېواد کې دننه او دباندې د لاسرسي وړ دي.
په ياد کتاب کې د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې مراسمو د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې د ويناوو، د ژوندۍ راډيويې خپرونو، ليکنو، د ويډويي پروګرامونو د محتوياتو په شمول مهم اسناد او د ژوندۍ خپرونې تر سره کوونکو ډلو تجربې او کيسې، اړوند عکسونه او د هېواد په دننه او بهر کې د دغې ژوندۍ خپرونې په اړه د ليدونکو او مينوالو غبرګونونه شامل دي.
دغه کتاب د مهم خبرتاژ په ترڅ کې د چين د ميډيا ګروپ د هلوځلو بهير ياد کړی او د چين د راډيويي او ټلويزيوني او تبليغاتي پروګرامونو په کولتوري ساحه کې د نوښت يو نمونوي کتاب په توګه ګڼل کيږي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |