CRI Online

چين او ميانمار د دوه اړخيزو اړيکو نوې زمانه خلاصه کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 18:44:51

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په نای پي تاو کې د ميانمار له ملي سلاکارې اونګ سان سوچي سره خبرې اترې وکړې. دواړو هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په دې موافقه وکړه چې د چين او ميانمار تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د اويايمې کاليزې په وخت کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او نوې دورې ته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د داخلولو هڅونه وکړي.

اونګ سان سوچي وويل چې د ميانمار او چين تر منځ د اړيکو مهمې ځانګړتياوې يو بل درناوی، تفاهم او ملاتړ کول دي. چين له ميانمار څخه د ملاتړ کولو لامل شخصي ګټې نه، بلکې د عدالت ساتل دي. ځيني هېوادونه د بشري حقونو، قومي او مذهبي مسئلو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، خو ميانمار دغه فشارونه او مداخله نه مني. ميانمار هيله لري چې چين په نړيوالو صحنو کې د ميانمار په شمول د منځنيو او کوچنيو هېوادونو لپاره عادلانه نظريې خپروي.

شي جين پينګ وويل چې چين تل د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ملاتړ کوي چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له خپل حالت سره سمون لرونکې لاره وټاکي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې به هېڅلکله لاسوهنه ونه کړي او د ميانمار ملاتړ کوي چې د خپل هېواد ملي شرافت او عادلانه حقوق او ګټې ساتي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای