د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په نای پي تاو کې د ميانمار د ملي دفاع پوځ له عمومي قومندان مين اونګ هليانګ سره ملاقات وکړ.
شي جين پينګ وويل چې له ميانمار څخه زما دا ليدنه له نولسو کلونو وروسته د چين د دولت رئيس دويمه ليدنه ده او د نوي کال په پيل کې زما لومړۍ ديپلوماتيکه ليدنه هم ده چې د چين او ميانمار تر منځ د اړيکو لوړه سويه ورڅخه څرګنديږي. د چين او ميانمار تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې په دواړو هېوادونو کې هر بدلون رامنځته شوی، ذات البيني اړيکې څنګه بدلې شوې، په پای کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې، نژدې همکارۍ او يو له بل څخه ملاتړ کولو لارې ته تللې دي. دواړه خواوې بايد دغه ارزښتناکې دوستۍ وساتي، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې واقعي همکارۍ پياوړې کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا په بېلا بېلو ټولنو کې د دواړو هېوادونو د خلکو او پوځونو تر منځ همغږۍ او همکارۍ ته اړتيا لري.
مين اونګ هلينګ وويل چې له ميانمار څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ليدنه په ځانګړي وخت کې تر سره کيږي چې ستر اهميت او برياليتوبونه په څنګ کې لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو لوړتيا او ژورتيا ورڅخه څرګنديږي. د ميانمار پوځ تل د يو چين د پيژندلو پر اصول ټينګار کوي او دا نظر لري چې د هانکانګ او شينجيانګ مسئلې په پوره توګه د چين کورنۍ مسئلې دي او نور هېوادونه بايد په کې لاسوهنه ونه کړي.
ژباړونکې :ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |