د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ له ميانمار څخه له ليدنې وروسته د جنورۍ د ۱۸مې نيټې په ماښام بير ته وطن ته راستون شو.
شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې له نای پي تاو څخه حرکت وکړ او د ميانمار د ولسمشر لومړي مرستيال مينت سوي او د کابينې څو غړو په هوايي ډګر کې له شي جين پينګ سره خداي پامانې وکړه. د ميانمار ځوانانو د دواړو هېوادونو د ملي بيرغونو په رپولو سره په تودو احساساتو له شي جين پينګ سره مخه ښه وکړه. د ميانمار څلورو جنګي الوتکو د شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې بدرګه وکړه.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |