CRI Online

د ۲۰۲۰م کال د پسرلني اختر په مناسبت د ماښامنۍ هنري نندارو درېيم تمرين په بريالي ډول تر سره شو، د ژبې پروګرامونه پکې ډېر په زړه پورې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-19 16:21:53

د جنورۍ په ۱۸مه نېټه، د چين د ميډيا ګروپ د ۲۰۲۰م کال لپاره د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې درېيم تمرين په بريالي ډول تر سره شو.

له درېيو تمرينونو وروسته، د يادې نندارې عمومي جوړښت لا بشپړ شوی، پروګرامونه هم د تعديل په رڼا کې لا په زړه پورې شوي دي. د ژبې په پروګرامونو کې له کوچنيو چارو څخه ستر ټولنيز اصول څرګندېږي، د خلکو ژوند ترې څرګندېږي، له ظرافت ډکې دي، ډېر د خوښۍ وړ دي. برسيره پر دې، غوره سندرې پکې ډېرې ليدل کيږي، نڅاوې رنګا رنګ دي، مشهورې عنعنوي اوپراوې پکې راغونډې شوې، شعبده بازي او اکروباتيک په زړه پورې جوړښت لري، ډېر د حيرانۍ وړ دي.

د دې تر څنګ، د ۲۰۲۰م کال د پسرلني اختر په مناسبت ماښامنۍ هنري ننداره به د پروګرامونو او نندارچيانو تر منځ تبادلو ته لا زيات پام وکړي. په دې ننداره کې به د هنرماندانو او نندارچيانو تر منځ د تبادلې برخه زياته شي، او واقعي منظرو ته ورته صحنه به جوړه شي، څو په ننداره کې د نندارچيانو د ګډون احساسات تقويه شي.

دغه ننداره چې د ۴ ساعتونو لپاره به دوام ولري، پکې رنګارنګ صحنې، له خوښۍ ډکه فضا، نوښت او ډيزاين لرونکي پروګرامونه، د هرکلي وړ بيانونه او عصري تخنيکونه ليدل کېږي، په ټوله کې ډېره د پاملرنې وړ او په زړه پورې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای