د شخړو سره مخ سیمو د تاریخي میراثونو د ساتلو نړیوال سازمان (ALIPH) اجرائیه مدیر والیري فریلنډ په بیجینګ کې دا څرګنده کړه چې چین د دغه سازمان د مهم غړي په توګه د شخړو سره مخ سیمو د تاریخي میراثونو د ساتلو په برخه کې اغیزمن کارونه ترسره کړي او لازیات نور مهم کارونه به هم ترسره کړي.
اوس دغه سازمان په پراخه توګه په افغانستان، عراق، لبنان په ګډون ۱۴ هیوادونو کې له ۴۴ لرغونو اثارو پروژو سره مرسته کوي چې بودجه یې ۱۷ ملیونو امریکایي ډالرو ته رسیږي.
د فرانسې او عربي اماراتو په بلنه دغه سازمان د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې په ژنیو کې جوړ شو او چین د دغه سازمان بنسټګر هیواد هم دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |