د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د عراق په زياتو ځايونو کې د شويو لاريونونه له امله ۱ تن مړ شوی او لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپيان شوي دي
.د عراق د کورنيو چارو وزات يوه چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې سلګونه لاريون کوونکي په همدې ورځ د بغداد مرکزي سيمې په شاو خوا کې راغونډ شوي وو او د موټر ټيرونو په سوځولو سره يې د لاريون ځای ته عمده تګلارې بندې کړې وې. ورپسې د لاريون کوونکو او وسلوالو پوليسو ترمنځ شخړه وشوه چې له امله يې ۱ تن مړ شوی او لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.
د عراق د خبري رسنيو د خبر له مخې، په همدې ورځ د دغه هېواد په نورو ايالتونو کې هم لاريونونه شوي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |