CRI Online

شي جين پينګ د وا قوم کلي کې د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د پوره بشپړېدو په باب خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 11:13:26

۲۰۲۰م کال د چين لپاره د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د پوره بشپړېدو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو يو کليدي کال دی. د چين د دولت رييس شي جين پينګ په نوي کال کې په چين دننه لومړی سفر د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د يون نان ولايت د تنګ چونګ ښار د چينګ شوې علاقه دارۍ د وا قوم له يوه کلي څخه پيل کړ.

نوموړي د دې کلي له کليوالو څخه د حال احوال پوښتنې وکړې او له بېوزلۍ څخه د ژغورنې حالاتو د مالومالو په موخه د کليوالو کورونو ته ورغی او ځايي وګړو ته يې د نوي کال مبارکي وويله.

ورپسې نوموړی د تنګ چونګ ښار د هه شون عنعنوي علاقه دارۍ ته ولاړ او هلته يې پر ورېښمو لارې د نظر تبادلې او د لرغوني کولتور او ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په اړه ټولنيز مالومات ترلاسه کړل. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای