CRI Online

يانګ جيه چه په برلين کې د ليبيا مسئلې په اړه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 11:17:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د نوموړې کميټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر يانګ جيه چه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د المان په برلين کې د ليبيا مسئلې په اړه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي وويل، چې د ليبيا مسئلې د حل په بهير کې دې د ليبيايانو د اصلي ګټو لپاره هراړخيز اوربند وشي، د دغه هېواد د راتلونکي لپاره دې ژر د سولې او روغې جوړې خبرې دې پيل شي، د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره دې په مناسب ډول توپيرونه له منځه يوړل شي او د منفي اغېزو د پراخوالي د مخنيوي لپاره دې د اوسنيو او مرکزي مسئلو د حل تګلارې پلې شي. چين د ليبيا مسئلې په اړه عادلانه او عيني دريځ لري، د م م د منشور د موخو او اصولو مراعات کوي، د ليبيا ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړوالي ته درناوی کوي او پر دې ټينګار کوي چې د ليبيا مسئلې د حل سياسي بهير بايد د م م تر لارښوونې لاندې تر سره شي. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د اعاده کېدو لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای