CRI Online

دا په چين کې د هراړخيزې سمسورې ټولنې د ابادۍ مهم برياليتوب دی چې د هر تن په سر د GDP منځنی شمېر يې له لس زرو ډالرو څخه زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 11:19:29

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې وياند منګ وې د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په ۲۰۱۹ کال کې په چين کې د هرتن په سر د کورنيو توليداتو ارزښت يعنې GDP منځنی شمېر له لس زرو امريکايي ډالرو نه اوښتی و. دا د چين د عمومي قوت او د توليدي توان او د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي نښه ده او ترې ښکاريږي چې چين د لوړ عايد لرونکي هېواد په لوري مهم ګام پورته کړی او د هراړخيزې سمسورې ټولنې په ابادۍ کې يې لوی برياليتوب تر لاسه کړی دی. منګ وې زياته کړه چې په پرمختللو هېوادونو کې د هر تن په سر دGDPمنځنی شمېر تر دېرشو زرو امريکايي ډالرو زيات دی، خو چين لا هم په نړۍ کې لومړی لوی پرمختيايي هېواد دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای