د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د يمن د روغتيا ادارې يو چارواکي د جنورۍ په ۱۹مه نېټه وويل چې يوه ورځ مخکې حوثې ډلې د دې هېواد په ماريب ايالت کې د حکومتي پوځ پر يوې اډې د توغنديو بريد کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۸۰ سرتيري وژل شوي او ۱۵۰ تنه ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، سرتيري له تمرين څخه وروسته د لمونځ لپاره د اډې جومات ته پر لار روان وو چې د حوثې ډلې له بريد سره مخ شول.
د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په همدې ورځ د سبا خبري اژانس له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر حوثې ډلې نيوکه وکړه چې د سولې په اړه صميمت او اراده نه لري. هغه حکم وکړ چې حکومتي پوځ بايد د داسې ناڅاپي پېښو د مخنيوي لپاره ويښ واوسېږي.
حوثې ډلې د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |