۲۰۲۰م کال د بېوزليتوب د مخنيوي په باب د چين د پړاويزې موخې د پوره کېدو وروستی کال دی، چين پلان لري چې د ډېر بېوزلو سيمو پر وړاندې د پرتو ستونزو د لېرې کولو لپاره ډول ډول تدبيرونه په کار واچوي، څو په بېوزلۍ کې د دغو سيمو د بيا ډوبېدو مخنيوی وشي.
د چين د شمېرنې ادارې له يوې شمېرنې سره سم، د ۲۰۱۲م کال په پای کې د چين په کليوالو سيمو کې د بېوزلو خلکو شمېر ۹۸ مليونه ۹ لکه او ۹۰ زره تنه و، او د ۲۰۱۹م کال په پای کې دغه شمېر شپږ مليونو ته راټيټ شوی دی. د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ له منځه وړل او مخنيوی يې د چين د پاليسيو عمده موخه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |